۰

د معلولینو افغان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال سیریز سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.
د معلولینو افغان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه
د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال سیریز سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون سه شنبې انګلستان کې تر سره شوه، پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان توپ وهونکو په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې افغان لوبډلې ۱۴۲ منډې جوړې کړې، چې په توپوهنه کې محمدالله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۱۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره شیرین اغا ۴، زبیر ۲ او حزب الله او جمیل مندوزي یوه - یوه ویکټ واخیسته.

شیرین اغا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

باید و ویل شي، چې افغان معلولینو لوبډلې وړمه ورځ بنګلدېښ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي