۰
حکمتیار:

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او رڼو ټاکنو تر سره کولو پرته سوله نه شي راتلای

سی شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د اسلامي حزب مشر ګلبدین وايي، هغه وخت به افغانستان کې رېشتینې سوله ټينګه شي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د اوسنی حکومت پر ځای یو بل حکومت واک تر لاسه کړي.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو او رڼو ټاکنو تر سره کولو پرته سوله نه شي راتلای
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د اسلامي حزب مشر ګلبدین وايي، هغه وخت به افغانستان کې رېشتینې سوله ټينګه شي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د اوسنی حکومت پر ځای یو بل حکومت واک تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن سه شنبې د زمري ۱۵ مه یې کابل کې د خپل کمپاین یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې د دوام اصلي لامل دی.

دغه راز حکمتیار و ویل، چې د جګړې د دوام یو بل لامل دا دی، چې د بهرنیو ځواکونو له شتون څخه ځینې کړۍ چې ګټه یې په جګړه کې ده هم د جګړې اوږدېدو ته لمن وهي.

نوموړي و ویل، چې له دغه روانو ستونزو د وتلو یوازینۍ لار رڼې او عادلانه ټاکنې او د یوه داسې حکومت رامنځ ته کول اړین دي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

حکمیتار ټینګار وکړ، چې په زور د واک تر لاسه کولو وخت نور تېر شوی او هېڅوک نه شي کولی له ټاکنو پرته واک تر لاسه او خپلو اهدافو ته ورسېږي.

هغه پر ټولو لورو غږ وکړ، چې که رښتیا هم افغانستان له روانو ستونزو ایستل او یو قوي نظام او حکومت غواړي، نو رڼو ټاکنو ته دې ژمن پاتې شي.

د اسلامي حزب مشر د سولې په تړاو و ویل، چې ریښتینې سوله هم هغه مهال امکان لري، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او رڼې ټاکنې وشي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند ټینګار وکړ، چې د رڼو ټاکنو په صورت کې باید داسې یو حکومت رامنځ ته شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي که نه له دې پرته د ده په وینا سوله مانا نه لري.

حکمتیار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وسله والو طالبانو د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی، چې په ټاکنیزو غونډو به بریدونه وکړي.

دغه خبرپاڼه چې نن سه شنبې د زمري ۱۵ مه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ادارسه خپره شوې په کې ټاکنې نمایشي او د بهرنیو لوبه بلل شوې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، د سولې له خبرو سره هممهاله ځینې سیاسي ډلې او اشخاص د خپلو هوسونو لپاره پر نمایشي ټاکنو ټینګار کوي او غواړي په غیر مشروع توګه ځان په واک کې وساتي.

طالبانو ویلي، ټاکنې په ټول هېواد کې نه شي ترسره کېدلی، واک یې له افغانانو سره نه دی، د افغانانو خوښې ته ارزښت نه ورکول کېږي، حکومت فاسد دی، ټاکنیز کمیسیونونه د تمویل کوونکو خبرې مني، نو ځکه یې دوی مخالف دي او په پوره توان یې مخنیوی کوي.

په دغه اعلامیه کې طالب وسله والو ته امر شوی، چې په ټول هېواد کې د کمپایني اقداماتو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې خلک په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.

دغه راز طالبانو  پرعامو افغانانو هم غږ کړی دی چې له ټاکنیزو فعالیتونو لرې اوسې ځکه ښایي د دوی په اقداماتو کې ورته تلفات واوړي.

طالبانو دا اعلامیه پر داسې مهال ورکړې، چې له یوې خوا په قطر کې د سولې خبرې وروستي پړاو ته نېږدې شوې او له بل پلوه په رسمي ډول ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي او افغان حکومت د ټاکنو د پروخت تر سره کېدا ټینګار کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون هم کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د مېرمنو یوې لویې غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، چې ټاکنې به په خپل وخت تر سره کېږي او هېڅوک یې هم مخه نه شي نیولی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي