۰

کندهار کې د اوبو دوه بندونه جوړېږي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
افغان حکومت په پام کې لري، چې په کندهار ولایت کې د لوړې او میانکو اوبو بندونه د میلیونه ډالرو په لګولو سره جوړ شي.
کندهار کې د اوبو دوه بندونه جوړېږي
افغان حکومت په پام کې لري، چې په کندهار ولایت کې د لوړې او میانکو اوبو بندونه د میلیونه ډالرو په لګولو سره جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس دغه بندونه به د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې دي او د جوړېدو چارې به یې په راتلونکې میلادي اکتوبر میاشت کې پیل شي.

د لوړې بند د جوړولو لپاره هندونستان د ۳۰ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې او د میانکو بند جوړېدو ته به افغان حکومت بودجه ځانګړې کړي.

د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمش سلاکار حمید هلمندی وایي، د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بند د سروې او ډیزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي.

د هغه په وینا د سروې او ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به د بند د جوړولو چارې پیل شي، چې ۳۰ میلیونه ډالر لګښت یې هندوستان په غاړه اخیستی دی.

دغه راز هلمندی وایي، د میانکو بند د میانکو بند چې د ۵۰۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د سروې او ډیزاین چارې یې بشپړې شوې دي.

د ولسمشر سلاکار ټینګار کوي، چې د دغه بند د جوړېدو لپاره به په نېږدې راتلونکې کې افغان حکومت بودجه ځانګړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي