۰

امریکا کې وسله وال برید ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
راپورونه وايي، د امریکا په ټکساس ایالت کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا کې وسله وال برید ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، د امریکا په ټکساس ایالت کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د ټکساس ایالت د الپاسو ښار په یوه مغازه کې په خلکو شوی، چې د چارواکو په وینا ۲۰ کسان په کې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د ټکساس والي ګرېګ ابوټ دا پېښه د ټکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بلې ده.

چارواکو یو ۲۱ کلن مشکوک کس نیولی چې باور کېږي همدی په برید کې یوازېنی ښکېل کس دی.

د امریکا رسنیو د نیول شوي مشکوک کس نوم پاتریک کروسیوس ښودلی، چې وايي د دالاس اوسېدونکی دی.

پولیس وايي، نورو خلکو ته کوم ګواښ نه شته، خو لاهم پلټنه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې هم په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ویل کېدل، هلته د ډوډۍ او محلي خوړو فیستوال جوړ شوی وو، چې یوه وسله وال کس په راټولو شویو کسانو ډزې وکړې، درې تنه یې و وژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي