کورنیو چارو وزارت وايي، فراه کې۱۰۰ طالبان وژل شوي دي

12 اسد 1398 ساعت 14:20

د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګوني ګذارونه کړي او ۱۵۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونو فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګوني ګذارونه کړي او ۱۵۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د زمري ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو یاد عملیات تېره شپه د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې په لار اچولي وو.

سرچینې زیاته کړې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا د فراه د مرکز په ګینهکان او راج کلیو کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي د دغه عملیاتو پر مهال د څو کلیدي قوماندانانو په ګډون ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ۱۴ عرادې لېږوونکي وسایط له منځه وړل شوي او ۲۰ میله وسلې یې افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون دفاع وزارت هم فراه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا عبدالباري مشهور په ملا مشر او دوه نورو مهمو طالب مشرانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119052

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com