۰
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون:

د غني او عبدالله ټاکنیزو ټیمو انتخاباتي تېروتنې کړې دي

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۵
د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون وایي، د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې او د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د همپالنې او ثبات ټیمو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ځینې سرغړونې کړې دي.
د غني او عبدالله ټاکنیزو ټیمو انتخاباتي تېروتنې کړې دي
د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون وایي، د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې او د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د همپالنې او ثبات ټیمو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ځینې سرغړونې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي نن پنشنبې د زمري ۱۰ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال د دولت جوړونې ټیم د کمپاین په لومړۍ ورځ له دولتي ځاینونو او تجهیزاتو ګټه اخیستې او سرغړونه یې کړې.

دغه راز نوموړي د دولت جوړونې د ټیم بله سرغړونه دا وبلله، چې د کمپاین په لومړۍ غونده کې یې لوړ پوړو دولتي چارواکو برخه اخیستې ده.

په خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي، چې په دغه غونده کې د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم حلیمي او د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي لیدل کېږي، چې د غني د ټیم د ټاکنیز کمپاین د رییس محمد عمر داودزي تر څنګ ناست دي.
 
بل پلو د کمېسیون ویاند و ویل، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د همپالنې او ثبات ټیم په لومړي ورځ تېرونه کړې او د خپل ټیم په چوکاټ کې یې د لومړي وزیر او درېیم معاون اعلانول د اساسي قانون د موادو په خلاف دي.

دی وايي، تر دغه سرغړونو وروسته کمېسیون دواړو ټيمو ته خبردارۍ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له سرغړونو ډډه وکړي، او د ټاکنو او کمپاین ټول اصول په پام کې ونیسي.

د شکایتونو کمېسیون ویاند ګواښ کوي، که چېرې دغه او نور نوماندان بیا هم تېروتنې وکړي، نو د کمېسیون له خوا به جریمه او د کمپایني حقونو څخه بې برخې کړي.

د یادونې ده، چې ټاکنیز کمپیانونه له تېرې شنبې له ورځې راهیسې پیل شوي، خو د نوماندانو تر منځ سیالۍ خورا پيکه او بې خونده روانې دي.

تر اوسه یوازې د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ټیمونو غونډې نیولې او دغه راز نن د حکمتیار په مشرۍ ټاکنیز ټیم هم خپل کمپاینونه پیل کړل، خو تر اوسه نورو نوماندانو لا غونډې نه دي نیولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي