۰

د بلوچستان په کوټه کې چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان په مرکز کوټ کې یوې بمي چاودنې د پاکستاني پولیسو په ګډون ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلوچستان په کوټه کې چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان په مرکز کوټ کې یوې بمي چاودنې د پاکستاني پولیسو په ګډون ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د زمري ۹ مه د کوتې ښار لیاقت بازار کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه شوې ده.

راپورونه وایي، په دغه چاودنه کې څلور پاکستاني پولیس ټپیان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د کوټې پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې چاودنې درې کسان وژلي وو او ۲۵ نور یې ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي