۰

کورنیو چارو وزارت: ټاکنیزو سیمو ته اضافي ځواکونه لېږل کېږي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۸
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو پروسې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه به لا زیات ځواکونه ټاکنیزو سیمو ته ولېږل شي.
کورنیو چارو وزارت: ټاکنیزو سیمو ته اضافي ځواکونه لېږل کېږي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو پروسې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه به لا زیات ځواکونه ټاکنیزو سیمو ته ولېږل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت سرپرست مسعود اندرابي په همدې موخه پرون دوشنبې د زمري ۶ مه ماښام د پولیسو له لوړ پوړو چارواکو سره امنیتي غونډه کړې ده.

ښاغلي انداربي د ټاکنو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی ویلي یې دي، د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت ټینګول د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ده.

نوموړي زیاته کړې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړې توګه ملي پولیس چې د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت ټینګولو اصلي دنده پر غاړه لري او ترهګرو ډلو ته به د دې لویې ملي لړۍ د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

اندرابي د جګړې په ډګرونو کې د ترورېستي ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو د ماتې خبر ورکړی، ویلي یې دي، اوسمهال ترهګر له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له مخامخ کېدو وېره لري.

هغه زیاته کړې« دا زموږ د ماموریت پای ندی او د ترهګرو مشران او باداران یې کوښښ کوي، چې د غچ اخیستلو په هدف د ټاکنو ملي پروسه په خپلو بزدلانه بریدونو مختل کړي او دوی ته به ځواب کې موږ هم پوره امنیتي تیاري نیولي؛ نو له همدې امله لارښونه کېږي ترڅو لا زیات کمکي ځواکونه ټاکنیزو سایټونو او سیمو ته ولېږدول شي.»

مسعود اندرابي د ټاکنو په ملي پروسه کې د پولیسو په بې طرفۍ تینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په ټاکنیزو کمپاینونو او د ټاکنو په چارو کې د ملي پولیسو د هېڅ منسوب مداخله موږ ته منلو وړ نده او د تخلف او سرغړونې په صورت کې به دوی تر قانونې څېړنو او ګروېږنو لاندې راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي