۰

سناتوران امنیتي وضعیت اندېښمن کړي، د دفاع وزارت سرپرست ورغواړي

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د مشرانو جرګې استازو په هېواد کې په روان امنیتي حالت اندېښنه وښوده او په همدې موخه د ملي دفاع سرپرست وزیر د جرګې غونډې ته ورغواړي.
سناتوران  امنیتي وضعیت اندېښمن کړي، د دفاع وزارت سرپرست ورغواړي
د مشرانو جرګې استازو په هېواد کې په روان امنیتي حالت اندېښنه وښوده او په همدې موخه د ملي دفاع سرپرست وزیر د جرګې غونډې ته ورغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن سه شنبې زمري ۸ مې په عمومي غونده کې امنیتي ادارې په بې غورۍ تورنې کړې او په یو شمېر سیمو کې یې د طالبانو د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

دوی ټینګار کولو، چې په دې وروستیو کې په تخار، بدخشان، قندوز، جوزجان، فاریاب، فراه، بادغیس، غور او زابل ولایتونو کې امنیتي ننګونې زیاتې شوې او خلک یې له ژوند کولو زړه توري کړي دي.

سناتورانو ادعا وکړ، چې امنیتي ارګانونه په ځانګړې ډول دفاع وزارت له لاسه وتلو سیمو او امنیتي پوستو په بېرته نیولو کې پاتې راغلي او همدا د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی دی.

سناتورانو ویل که امنیتي حالت همداسې دوام وکړي، نو ناشونې ده، چې ټاکنې دې هم په سمه توګه او سرتاسري تر سره شي.

په پای کې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار اعلان وکړ، چې د امنیتي پېښو د زیاتېدو به د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کمېټو د رییسانو غونډې ته وروغواړي او خپلې پوښتنې او اندېښنې به ورسره شریکې کړي.

د یادونې ده، چې د مشرانو جرګې د کمېټو د رییسانو غونډه سبا چهارشنبې د زمري ۹ مه تر سره او اسدالله خالد به هم وروغوښتل شي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي