۰

نایجریا کې بوکوحرام ډلې ۶۵ کسان وژلي دي

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۸
نایجریا کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې اړوند وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې او ۶۵ تنه یې وژلي دي.
نایجریا کې بوکوحرام ډلې ۶۵ کسان وژلي دي
نایجریا کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې اړوند وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې او ۶۵ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بوکو حرام وسله والو د نایجریا شمال ختیځ لور ته د بورنو ایالت مرکز ته نېږدې د مایدوګوري کلي ته ننوتي.

ویل کېږي، وسله وال په موټر سایکلونو سپاره و، چې په ډزو کې یې ۶۵ کسه وژل شوي دي.

د نایجیریا دولتي تلویزیون د یوه حکومتي چارواکي محمد بولاما له قوله ویلي، د بوکوحرام ډلې پر هغه کسانو حمله کړې چې له یوې جنازې بیرته راروان وو او شاوخوا ٦٥ تنه یې وژلې دي.

محمد بولاما ویلي داسې ښکاري چې بوکوحرام د هغه عملیاتو غچ اخیستی وي چې ١١ ترهگر پکې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي