۰

د مشرانو جرګې عمومي غونده ونه شوه، رییس یې په ټاکنیز کمپاین بوخت دی

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د مشرانو جرګې عمومي غونده د دغه جرګې د رییس د نه شتون له امله جوړه نه شوه، ځکه د جرګې دروازه د سناتورانو پر مخ تړل شوې وه.
د مشرانو جرګې عمومي غونده ونه شوه، رییس یې په ټاکنیز کمپاین بوخت دی
د مشرانو جرګې عمومي غونده د دغه جرګې د رییس د نه شتون له امله جوړه نه شوه، ځکه د جرګې دروازه د سناتورانو پر مخ تړل شوې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر همدې کار یو شمېر سناتورانو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې غوندې د نه جوړېدو له امله دوی اړ دي، چې بېرته خپلو کورنو ته ولاړ شي.

سناتورانو ویل، چې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د دولت جوړې انتخاباتي ټیم په کمپایني غونډه کې د ګډون په موخه د جرګې غونډه ځنډولې اعلان کړې ده.

سناتور محمد حنیف حنفي وايي، دی نن راغلی و، چې د خلکو د ستونزو په اړه جرګه کې خبرې وکړي خو اوس چې غونډه نشته اړ دی خپل کور ته ولاړ شي.

ده و ویل، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون د سناتورانو مسلم حق دی، خو داسې نه چې د کمپاین لپاره د جرګې عمومي غوندې هم وځندول شي او ونه شي، چې دا خپله د قانون خلاف عمل دی.

هغه ټينګار وکړ، چې د جرګې عمومي غونډې د داخلي اصولو او د هېواد د ملي ګټو په خاطر تر کمپایني ناستو خورا مهمې دي، چې نه باید وځندول شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي صالح محمد الفت هم و ویل، چې د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د جرګې د عمومي غونډو ځنډول د داخلي اصولو او دندو خلاف عمل دی.

دی زیاتوي، که څه هم د ولسمشرۍ د نوماندانو په کمپایني غونډو کې ګډون او د یوه نوماند په ګټه کمپاین د ملي شورا د غړو حق دی، خو د حقوقي او اخلاقي اصولو له مخې دوی نباید کمپایني غونده ته د جرګې په عمومي غونډو ترجیح ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي