۰

خوست کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د زمري ۵ مه مازیګر مهال د خوست ښار د بلند منزلو په سیمه کې شوې ده.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې اېښودل شوي و او کله چې د امنیتي ځواکونو موټر د تېرېدو په حال کې و، چاودنه یې کړې ده.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري وایي، د چاودنې له ځایه دوی ته د یوې ښځې په ګډون دوه وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي