۰
له پاکستان سره د امریکا نظامي مرستې بیا پیل شوې:

د F-16 جنګي الوتکو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالر تخنیکي مرسته ورکړې

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د خوندیتابه لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته ورکوي.
د F-16 جنګي الوتکو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالر تخنیکي مرسته ورکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د خوندیتابه لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، دا منظوري یې نن شنبې د د جولای ۲۷ ۵ مه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت یا  پنټاګون د امنیتي مرستو ادارې ویلي، د پاکستان حکومت له امریکا هیله کړې وه چې تخنیکي مرسته ور سره جاري وساتي.

دغه ادارې په خپل تازه خپاره کړي بیان کې زیاته کړې، دا مرسته د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسي پیاوړې کوي، ځکه امریکایي کارکوونکي ۲۴ ساعته د دې ټیکنالوجۍ څارنه کوي.

په خبرپانه کې ویل شوي، له دې مرسته سره به په سیمه کې بنسټیز پوځي انډول بدل نه شي، ځکه په وینا یې څه موده مخکې یې له هند سره هم تر دې ډېره مرسته کړې ده او دا د دوی او سیمې په ګټه ده.

باید و ویل شي، چې دا مرسته واشنګټن ته د عمران خان تر سفر وروسته ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي