۰

ټرمپ؛ د کانګریس خلاف پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
سره له دې چې د امریکا کانګرس مخالف دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړي، چې پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري.
ټرمپ؛ د کانګریس خلاف پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري
سره له دې چې د امریکا کانګرس مخالف دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړي، چې پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا له وړاندې اعلان کړی و، چې پر سعودي او متحده عربي اماراتو به د اته میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.

خو د امریکا سنا او ولسي جرګې دواړو پر سعودي او اماراتو د وسلو پلورلو له پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

کانګریس وایي، دوی وېره لري چې دغه وسلې کېدای شي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې وکارول شي.

خو ټرمپ ویلي، د کانګریس پرېکړې په نړۍ کې د امریکا سیالي کمزورې کوي او د دې هېواد او متحدینو ترمنځ اړیکې زیانمنوي نو په همدې اساس یې پرېکړو ته درناوی نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي