۰

اندونیزیا کې د دریو هېوادونو د دیني عالمانو غونډه جوړېږي

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو غونډه جوړه شي.
اندونیزیا کې د دریو هېوادونو د دیني عالمانو غونډه جوړېږي
ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دغه غونده به د اګست میاشتې په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.

د سرچینې په وینا دغه څرګندونې د اندونیزیا په بهرنيو چارو وزارت کې د اسیا پاسفیک او افريقا په برخه کې مسؤل دیسرا پارکایا د افغانستان د ملي امنیت شورا له مرستيال عتیق الله نوشیر سره د لیدو پر مهال کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د علماوو دا غونډه د اګښت په ۲۷ مه جوړېږي، چې په کې به د کوربه هېواد اندونیزیا، افغانستان او پاکستان دیني عالمان ګډون ولري.

باید و ویل شي، چې په لومړي غونډه کې افغانستان، پاکستان او اندونیزیا په مې مياشت کې د اندونیزیا په بوګور ښار کې سره کتلي وو.

د درې واړو هېوادونو علماوو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې افراطیت، تشدد او ترورېزم له هېڅ دین او هېواد سره تړاو نه ‌لري او په هېڅ توګه باید سخت دريځۍ ته اجازه ورنه‌کړل شي چې په سیمه کې خپره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي