۰
د ټرمپ له څرګندونو وروسته:

ارګ وایي خلیلزاد به د څه مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته رسېدلی او ارګ وایي، لازمل وګڼل شول، چې خلیلزاد د یو څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.
ارګ وایي خلیلزاد به د څه مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته رسېدلی او ارګ وایي، لازمل وګڼل شول، چې خلیلزاد د یو څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون کابل ته له رسېدو سره سم مازیګر مهال له ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

اراګ د ښاغلي غني او خلیلزاد د لیدنې په اړه وايي، په دغه لیدنه کې په وروستنيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په څرګندونو بحث وشو.

ټرمپ له عمران خان سره لیدنه او خبرو کې ویلي و افغان جګړه په یوه اونۍ کې ګټلي او افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه وګړي و وژل شي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د افغان حکومت تر څنګ د سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو، ولسمشرۍ د نوماندانو او په تول کې د افغان ولس احساست راپارولي او دا یې د افغان ولس ته ښکاره توهین بللی دی.

ارګ پرون په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې له واشګټن غوښتي و، چې د ټرمپ د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي و، چې افغانستان به په خپل لوی والي سره د نړۍ د سیاسي نقشې پر مخ پاتې وي او هېڅ بهرني هېواد ته د افغانستان د برخلیک ټاکلو واک نه ورکړل شوی او نه به ورکړل شي.

تر دې وروسته ارګ پرون د ولسمشر غني او خلیلزاد د لیدنې په اړه ویلي لازم وګنل شول، تر څو ښاغلی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي