۰
د سولې او اعتدال ټیم:

د ټرمپ څرګندونې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزه ګټو خلاف دي

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان او امریکا د ارزښتونو او دوه اړخیزه ملي ګټو خلاف بللې دي.
د ټرمپ څرګندونې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزه ګټو خلاف دي
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان او امریکا د ارزښتونو او دوه اړخیزه ملي ګټو خلاف بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له عمران خان سره لیدنه او خبرو کې ویلي، که وغواړي، یوه اوونۍ کې افغان جګړه ګټلي او افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه وګړي و وژل شي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د افغان حکومت په ګدون د ګڼو سیاسي او ټاکنیزو ګوندونو، سیاسي څېرو او په ټول کې د افغان ولس غوسه راپارولې او دا یې د افغانستان ملت ته ښکاره توهین بللی دی.

د سولې او اعتدال ټیم هم د ټرمپ څرګندونې د افغانستان او امریکا تر منځ د کړو ژمنو، دوه اړخیزه ملي ګټو او ازښتونو خلاف بللې دي.

د دغه ټیم په اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان یو تاریخي او له ویاړه ټک ملت لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې په ډېرو قربانیو خپله خپلواکي، ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، هویت او ملي غرور ساتلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي ټرمپ پرون د افغانستان د محوه کولو خبره کړې، چې دا د افغانستان د ویاړلي ملت د عزت او آزادۍ سره په ټکر کې خبره ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دا چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره د نوي تاریخ څپرکی پرانستی نو د ټرمپ دغه څرګندونې له ملي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې بولي.

د سولې او اعتدال ټیم په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلک د سولې له پروسې ملاتړ او غوښتنه یې کوي او دغه ټیم یو ځل بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید جګړې ته نور د پای ټکی کېښودل شي او یوه تل پاتې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي