۰

دفاع وزارت: اروزګان ۲۸ طالبان وژل شوي

شنبی ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پتنځای برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
دفاع وزارت: اروزګان ۲۸ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پتنځای برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک د خاص اروزګان او مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمو کې د طالبانو پر خځو هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او د طالبانو یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي