ډاکترعبدالله:

د سولې پروسه کې د طالبانو غوښتنې متناقضې او غیر عملي دي

27 سرطان 1398 ساعت 16:09

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، طالبان د سولې پر وړاندې ستر خنډی ځکه د دغه ډلې غوښتنې متناقضې او غیر عملي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، طالبان د سولې پر وړاندې ستر خنډی ځکه د دغه ډلې غوښتنې متناقضې او غیر عملي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کابل سرینا هوټل کې د سولې د ارزونې په موخه جوړ شوي کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، له بلې خوا د حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي، چې دا ناممکن کار دی.
 
نوموړي و ویل«طالبان وايي، سوله غواړ، له بهرنیو ځواکونو سره اوربند کوو خو له افغان لوري سره نه، له یو شمېر کسانو سره خبرې کو، خو له نورو سره نه، دا مذاکرات او سوله نه دي،، بالااخره همدا په افغانستان کې دي.»

د عبدالله په وینا که په افغانستان کې سوله کېږي نو باید سرتاسري سوله وي، نه دا چې له یوې ډلې سره موافقه وشي او د بلې ملاتړ چې افغانستان کې جګړې او د خلکو وژنې ته دوام ورکړي.

د ده په وینا که چېرې له یوې ډلې سره موافقه وشي او بله جګړې ته دوام ورکړي، دا د سولې په مانا نه ده او نه هم په دې توګه سوله ټينګېدای شي.

ده ټینګار وکړ، چې طالبان باید په دې فکر نه وی، چې امریکایان له افغانستان ووځي، نو دوی به بېرته خپل هدف تر لاسه کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس وایي، که طالبان رښتیا سوله باندې باور لري باید له اوربند سره موافقه او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، چې وخت یې را رسېدلي، خو زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکی برخلیک په افغان ولس پورې اړه لري.

هغه و ویل، چې د افغانستان اکثریت خلک سوله غواړي او دا یې لومړیتوب دی، خو په دې حالت کې د جګړې ډېر مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.

ښاغلي عبدالله د سولې داخلي بعد ته هم اشاره وکړه ویې ویل، که چېرې موږ وکولای شي، په یوه خوله د سولې غږ او له یوه ادارسه د سولې پروسه مخ ته یوسي او یو بل ملامت نه کړو، سوله راتلای شي.

نوموړي د سولې په برخه کې د المان له مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک چا ته اجازه نه ورکوي، چې د خپلو ګټو په خاطر د سولې پر وړاندې خنډ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com