هلمند کې د نشه يي توکو دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي

27 سرطان 1398 ساعت 13:27

کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړې دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د نشه يي توکو یادې کارخونې تېره شپه له منځه وړل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په شیخ زي کلي کې ځانګړي عملیات تر سره کړل او پر مهال یې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه یوړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۲۶۰۶۰ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم کشف او تر لاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شویو نشه يي توکو کې هیرویین، تریاک، مورفین او ځینې نور کمياوي توکي شامل و، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون په اساس سوځول شوي دي.

وزارت وایي، د دغه قضیې په اړه څوک نه دي نیول شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118442

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118442/

جمهور
  https://www.jomhornews.com