ملګري ملتونه:

غواړو د افغانستان اقتصاد له جګړه ییز اقتصاد پر سوله ییز اقتصاد بدل کړ

27 سرطان 1398 ساعت 9:33

د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې په افغانستان کې د فساد پر له منځه وړلو ټینګار کوی او وايي افغانستان کې باید پراختیايي پروژو باندې پانګونه ډېره شي.


د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې په افغانستان کې د فساد پر له منځه وړلو ټینګار کوی او وايي افغانستان کې باید پراختیايي پروژو باندې پانګونه ډېره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د یادې ادارې مشر عبدالله الدردادي ویلي، ملګري ملتونه غواړي د افغانستان اقتصاد له جګړه ییز اقتصاد پر سوله ییز اقتصاد بدل کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د پرمختګ لپاره باید فساد له منځه لاړ شي او پر پراختیايي پروژو پانګونه ډېره شي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له ګاونډیو سره د دغه هېواد ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې کولی شي په سوله کې هم ګټورې تمامې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com