د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې په افغانستان کې د فساد پر له منځه وړلو ټینګار کوی او وايي افغانستان کې باید پراختیايي پروژو باندې پانګونه ډېره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د یادې ادارې مشر عبدالله الدردادي ویلي، ملګري ملتونه غواړي د افغانستان اقتصاد له جګړه ییز اقتصاد پر سوله ییز اقتصاد بدل کړي.
نوموړي ټینګار کړي، چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د پرمختګ لپاره باید فساد له منځه لاړ شي او پر پراختیايي پروژو پانګونه ډېره شي.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له ګاونډیو سره د دغه هېواد ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې کولی شي په سوله کې هم ګټورې تمامې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل