ملي دفاع وزارت له درې شپو او دوه ورځو وروسته اعلان کړی، چې د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان کنټرول به بېرته له طالبانو واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییزه چارواکو دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې طالبانو پر دغه کان حمله کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستی.
خو دفاع وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډېر ژر به د دغه کان د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي او د طالبانو له منګولو به یې راخپل کړي.
دفاع وزارت زیاته کړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او دغه راز سیمه ییز پاڅونوال به د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په کران و منجان ولسوالۍ کې پیل کړي.
ځینې سرچینې وايي، دغه کان د قاري قدیر په نوم د غیر مسووله وسله والو د یوه ډل مشر له خوا طالبانو ته تسلیم کړای شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل