۰
د ملکي وګړو د خوندیتوب ډله:

د امنیت شورا له لوري نوې جوړه شوې کمېټه باید نمایشي نه وي

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو د ارزونې کمېټه دې نمایشي فعالیت نه کوي.
د امنیت شورا له لوري نوې جوړه شوې کمېټه باید نمایشي نه وي
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو د ارزونې کمېټه دې نمایشي فعالیت نه کوي.

دغه ډلې تازه د ملي امنیت شورا له رهبرۍ غوښتنه کړې چې نوې جوړه شوې کمېټه دې په جدي توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کمولو کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي تر دې وړاندې هم ورته کمېټې او هیئت جوړ شوي دي، خو کارونو یې پایله نه ده لرلې او یوازې څو ورځې نمایشي فعالیتونه یې کړې دي.

دوی د نوې کمېټې جوړښت ته په ښه سترګه ګوري خو هیله لري چې دغه کمېټه وکړی شي، پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو فشارونه راوړي څو په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

دغه ډلې له طالبانو هم غوښتي چې د ملکي وګړو له کورونو او عامه تاسیساتو دې د ډال کار نه اخلي بلکې ددوی ژوند ته دې پام وکړي.

د ملي امنیت شورا پرون خبر ورکړ، چې دوی له ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست سره په ګډه یوه کمېټه جوړوي، چې موخه یې په جګړه کې د ملکي زیانونو ارزونه ده.

یاده شورا د دغه کمېټې د جوړولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې د جګړې له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي