پنټاګون:

که طالبانو سره سوله هم وشي، له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه به دوام ولري

26 سرطان 1398 ساعت 11:50

امریکايي ورځپاڼې میلېټري ټایمز د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي، که طالبانو سره سوله هم وشي، له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه به دوام ولري.


امریکايي ورځپاڼې میلېټري ټایمز د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي، که طالبانو سره سوله هم وشي، له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه به دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼه لیکي د پنټاګون په تازه راپور کې ویل شوي، که له طالبانو سره سوله هم وشي نو افغان دولت، امریکا او نور ملګري هېوادونه به د القاعده، داعش او نورو ورته ډلو له خوا له ګواښ سره مخامخ وي.

د سرچینې په وینا د دغه ګواښ د منځه وړلو لپاره اړینه ده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره شته امکانات د یوې ټاکلې مودې لپاره وساتل شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، که له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، نو بیا به هم یوه پیاوړې استخباراتي ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره خبرو کې طالبانو په وار وار له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com