۰

ملي امنیت شورا د ملکی زیانونو د ارزولو کمېټه جوړوي

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا په جګړه کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو اعلان کړی دی.
ملي امنیت شورا د ملکی زیانونو د ارزولو کمېټه جوړوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا په جګړه کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټه د ملي امنیت شورا، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست له خوا په ګډه جوړېږي.

د ملي امنیت شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي یاده کمېټه به د پوځي عملیاتو اغېز او ولسي زیانونه ارزوي او هڅه به کوي چې په راتلونکي کې د دغسې زیان مخنیوی وشي.

د ملي امنیت سلا کار حمدالله محب په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې ویلي د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول اړین اقدام تر سره کیږي.

ښاغلي محب زیاته کړې، د ملکي وګړو د خوندیتوب په لار کې تر ټولو ستر خنډ دا دی، چې وسله والو طالبان د خلکو له کورونو او عامه تاسیساتو د ډال کار اخلي او هلته پټېږي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا هم چې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان سره هرات ولایت ته تللی و هلته په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبان د  ملکیانو په وژنه تورن کړل ویې ویل، چې طالبان له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.

ملي امنیت شورا پر داسې مهال د ملکي زیانونو د ارزونې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په جګړه کې ملکي تلفات زیات شوي دي.

میدان وردګ، لوګر، اروزګان، کندهار، بغلان او ځینې نور هغه ولایتونو دي، چې تېرې څو ورځې په کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي