د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټونه، فیفا او تیفا وایي، ارګ کې د ښځو د جنسي ځورونې تور ښايي، ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه دواړو بنسټونو مسوولینو نن سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال دغه تورونه چې ښايي د پټو معاملو پر اساس مطرح شوي وي، پر حکومتي ادارو او ټاکنو په کمېسیونونو یو تور داغ او د خلکو د بې باوری لامل دی.
د تیفا ویاند صغرا سادات په دغه خبري غونډه کې و ویل، دغه تورنو نه یوازې پر حکومتي ادارو خلک بې باوره کوي، بلکې په ټول کې به په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز وکړي.
نوموړې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه پخواني سلاکار له خوا په ارګ کې د ښځو د جنسي ځورونې د تور د وړاندې کولو په څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه موضوع باید د افغانستان له عدلي او قضايي ارګانونو سره په داسې ډول مطرح شوې وايي، چې پر رسمي ادارو یې تور داغ نه وی پورې شوی.
بل خوا د فیفا رییس یوسف رشید هم د جنسي ځورونې تور طرحه کولو او د ټاکنیزو ټیمونو له خوا د دغه موضوع پر کمپایني کولو نیوکه وکړه ویې ویل، چې دغه موضوع به پر ټاکنو ناوړه اغېز وکړي.
په ورته وخت کې یوسف رشید په ټاکنو کې د ښځو د بایومتریک موضوع ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې د دې موضوع څرګنوالۍ هم تر اوسه معلوم نه دی او کمېسیونونه باید ژر تر ژره په دې اړه یوه پرېکړه وکړي.
د هغه په وینا د ښځو د بایومتریک په مرحله کې له هغوی د تصویر اخستل تر اوسه د کمېسیونونو او رایه ورکوونکو تر منځ یوه لانجمنه موضوع شوې ده، خو په وینا یې کمېسیون باید د تخنیکي اړتیا له مخې دغه کار عملي کړي.
نوموړي د ټاکنو لپاره د بودجه نه مشخص کېدل، د رایه ورکوونکو د نوملړ نه شفافیت او پر ټاکنو د خلکو بې باوره کېدل نورې هغه ستونزې وبللې، چې پر ټاکنو یې ناوړه اغېر کړی دی.
دی وایي، نړیواله ټولنه هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نه همغږې پالیسي لري، خپل مالي ملاتړ یې نه دی مشخص کړی چې دا موضوع هم ټاکنې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د فیفا مشر ټینګار وکړ، چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او همکارۍ پرته به د ټاکنو پر لور تلل د ټاکنو د ځان وژنې په مانا وي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنو کمېسیون وایي، دوی د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او د تلې په ۶ مه به حتمي ټاکنې تر سره کوي.
کمېسیون اعلان کړی، چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له ۱۴۹ میلیونه ډالر زیاته بودجه تصویب شوې، چې له دې کچې یې ۹۰ میلیون ډالره افغان حکومت ورکوي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش