۰
پنټاګون:

هند په افغانستان کې د امریکايي ماموریت ملاتړ ته ادامه ورکوي

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، هند په افغانستان کې د امریکايي ماموریت او د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ملاتړ ته دوام ورکوي.
هند په افغانستان کې د امریکايي ماموریت ملاتړ ته ادامه ورکوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، هند په افغانستان کې د امریکايي ماموریت او د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت دغه څرګندونې د امریکا کانګرېس ته په لېږلي راپور کې کړې او هند یې په سیمه کې د امریکا ښه ملګری یاد کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې هند د امریکا د ښه ملګري په توګه په افغانستان کې د امریکا له ماموریته خبل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

راپور دا هم ویل شوي، چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د مخنیوي او د پاکستان د نفوذ کمولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته تیار دی.

د پنټاګونو په راپورکې ټینګار شوی، چې هند به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې په برخه کې هم مالي او نورې مرستې وکړي.

د یادونې ده، چې امریکا وړاندې هم هند په سیمه کې ښه ملګری یاد کړی او تایید کړې یې ده، چې دغه هېواد به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او امریکایي ماموریت په برخه کې مرسته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي