پکتیا ولایت کې د یوې سیمه ییز خصوصي رادیو یو خبریال نادر شاه صاحبزاده د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی او مړی یې موندل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبریال نادرشاه وړمه شپه(د چنګاښ ۲۲مه) وژل شوی او مړی یې د همدې شپې په سهار د مرکز ګردیز ښار اړوند د اریانا پمپ په سیمه کې خپل کور ته څېرمه موندل شوی دی.
نادرشاه صاحبزاده د ګردیز غږ په نوم د سیمه ییزه خصوصي راډیو خبریال و.
د دغه رادیو د نشراتو د مسوول امین الله امیري وايي، صاحبزاده تېره ورځ له راډیو کور ته په لار و، چې ورک شوی او نن سهار یې د ګردېز اړوند په آريانا پمپ سيمه کې خپل کور ته څېرمه مړى موندل شوى دى.
اميري وايي د صاحبزاده کورنۍ کومه شخصي دښمني نه درلوده او نه ورته کوم چا يا ډلې ګواښ کړى دى.
د پکتیا پولیسو پېښه تایید کړې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، ولې زیاتوي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا