۰

ولسمشر کابل کې د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په دارالامان سیمه کې د ټولو دولتي ادارو لپاره د یوه اداري کمپلکس د جوړېدو ډبره کېښوده.
ولسمشر کابل کې د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په دارالامان سیمه کې د ټولو دولتي ادارو لپاره د یوه اداري کمپلکس د جوړېدو ډبره کېښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه د کابینې له یو شمېر وزیرانو، د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو سره د کابل دارالاامان ته ولاړ او هلته یې د دغه کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې ولسمشر غني په پیل کې د چهاردهي له خلکو مننه وکړه، چې سل کاله وړاندې یې د دغه کمپلکس ځمکه چې د دوی ملکیت و د وخت شاه غازي امان الله خان ته د اداري کمپلکس د جوړولو لپاره وبښله.

ولسمشر غني د دې اداري کمپلکس په بشپړېدو سره به ټولې دولتي ادارې یو مشخص ځای ته انتقال او په کابل ښار کې شته ګڼه ګوڼه او بې نظمي او نورې ستونزې به حل شي.

خو ټینګار یې وکړ، چې یوازۍ عصري ودانۍ ستونزه نشي حل کولای، بلکې په وینا یې باید د حکومتولۍ په برخه کې هم اساسي ګامونه پورته شي.


په ورته وخت کې د ښار جوړونې وزارت وايي، تر دې دمه د دغه کمپلکس د ملکیتونو تثبیت او د استملاک چارې بشپړې شوې دي او د کمپلیکس لپاره به د زېربناو چارې هم ژر تکمیل شي.

باید و ویل شي، چې د دغه کمپلیکس په زیربناوو باندې له ۱۳۹۷ کال راهیسې کارونه پیل شوي وو او ښارجوړونې وزارت په یونا چارې یې د یوه معتبر ودانیز شرکت او د جمهوري ریاست عملیاتي اداره له خوا مخ ته وړل کېږي.

د وزارت په وینا د کمپلیکس په جوړېدو به ۲۷ دولتي ادارې، وزارتونه، خپلواکې ادارې او عدلي قضايي بنسټونه ټول دارالامان ته را ولېږدول شي.

د ښاروړنې وزارت د معلوماتو پر بنست دا کار به په دوو پړاونو کې وشي، په لومړي پړاو کې به ۱۳ دولتي ادارې او دوهم پړاو کې به ۱۴ ادارې دارالامان ته راولېږدول شي.

د یادونې ته چې په دې سیمه کې د عدلیې وزارت لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوې او دا وزارت ورته رالېږدول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي