د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د ژورو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم ویلي د ښځو په اړه هر ډول غیر اخلاقي او غیر قانوني عمل اسلامي او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی دی او د حکومت مشرتابه ته بویه چې په دې اړه باوري څېړنې وکړي او په ارګ کې د اخلاقي فساد مخینوی وکړي.
دغه ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه ځینې کورنیو او بهرنیو رسنیو راپرونه ورکړي، چې ټولنه کې یې یو ډول اندېښنې راپارولې دي.
د دوی په وینا خو د خواشنۍ ځای دا دی، چې د وخت په تېرېدو سره لا هم حکومت نه دی توانېدلی، چې دغه موضوع ته رسېدونه وکړي او د خلکو اندېښنو ته ځواب و وايي.
د سولې او اعتدال ټیم په اعلامیه کې ویلي دوی په حکومتي ادارو کې دغه بده پدیده په کلکو ټکو غندي او د دې موضوع د څېړنو لپاره د یوې ځانګړې خپلواک پلټنونکې ډلې غوښتونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل