۰
خلیلزاد:

موږ یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه کو، بلکې د سولې تړون هم غواړو

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا له طالبانو سره خبرو کې یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه کوي، بلکې د سولې لپاره هم یو تړون غواړي.
موږ یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه کو، بلکې د سولې تړون هم غواړو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا له طالبانو سره خبرو کې یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه کوي، بلکې د سولې لپاره هم یو تړون غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې په واشنګټن کې یوې غونډې ته کولې او ویې ویل، چې امریکا غواړي له افغانستان تر وتلو وروسته هلته یو ښه میراث پرېږدي.

په دغه غونډه کې تر ډېره پوښتنې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د ښځو د ونډې او د دوی د غوښتونو د اورېدو پر مسایلو راڅرخېدې.

ځکه له پوښتنوالو سره دا اندېښنې زیاتې دي، چې د سولې تر تړون وروسته ښایي د تېرو کلونو لاس ته راوڼې ونه ساتل شي او افغانستان یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ ورځو ته وګرځي.

خو خلیلزاد ډاډ ورکړ، چې امریکا یوازې د دې لپاره هڅه نه کوي، چې په افغانستان کې له اوږدې جګړې ځان خلاص کړي، بکې په وینا غواړي د دغه جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو تر منځ هم سوله وشي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته یو ښه میراث په افغانستان کې پرېږدي.

خلیلزاد و ویل« موږ یوازې له دغې لانجې د وتلو لپاره هڅه نه کوو او یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه‌کوو، بلکې موږ د سولې یو تړون غواړو. موږ له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو او شراکت غوښتونکي یو.»

د یادونې ته ده، چې خلیلزاد له طالبانو سره تر اووم پړاو خبرو مخکې هم ټینګار کړی و، چې دوی په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې په هڅه کې دي نه د ځواکونو د وتلو په لټه کې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي