۰

ننګرهار:د واده په مراسمو د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د واده په مراسمو د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې ده.
ننګرهار:د واده په مراسمو د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د واده په مراسمو د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون جمعه سهار مهال د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د یوه مشر ملک تور د زوی په واده کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ملک تور د زوی د واده مراسم و، چې یوه هلک پرې ځانمرګی برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ملک تور او د هغه د دریو زامنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

ده و ویل، چې د پېښې ټپیان د پچیراګام او جلال آباد روغتونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي