۰

د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې اعلان شوې، اول نمره له هرات ولایت څخه دی

چهارشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ملي ادارې د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۹ مه اعلان کړې.
د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې اعلان شوې، اول نمره له هرات ولایت څخه دی
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ملي ادارې د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۹ مه اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د یاد وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ویل، چې د کانکور ازموینې د وري میاشت په ۷ مه پیل او د چنګاښ پر ۷ پای ته ورسېدې.

د هغه په وینا د سږ کابل به کانکور کې کابو ۱۶۹ زره ۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۱۷۴ زره ۸۷۱ تنو په کانکور کې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې له شمېر کډونوالو ۶۱ زره ۷۹۹ تنه لوړو زده کړو، ۱۵ زره ۱۳۰ تنه نیمه لوړو زده کړو ته، ۷۷ زره و ۸۱۸ خصوصي زده کړو موسساتو ته، بریالي او معرفي شوي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د سږ کال په کانکور کې کابو ۲۰ زره تنه بې پایلې یا هم ناکام شوي دي.

له دې وروسته د کارنکور د ملي کمېټې رییس ښاغلي خموش د هغه پنځو تنو نومونه هم اعلان کړل، چې په دغه کانکور کې یې له لومړۍ تر پنځمې نمرې خپلې کړې دي.

د دغه ادارې د ریس په وینا د سږ کال کانکور اول نمره احمد راشد، د نصیر احمد زوی د هرات ولایت د افغان ترک لیسې فارغ دی.

دغه راز سید سجاد حسین دوهم، سید شعیب درېم،، قاسم علي څلورم او الهام الله پنځم نمره د سږ کال د کانکور اعلان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي