۰

د ټاکنو د څار بنسټونه: د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ملاتړی پړاو ناکام و

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ملاتړ بهیر په پای ته رسېدو سره دا یو ناکام بهیر دی او لا هم دېری خلک ترې خبر نه دي.
د ټاکنو د څار بنسټونه: د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ملاتړی پړاو ناکام و
د ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ملاتړ بهیر په پای ته رسېدو سره دا یو ناکام بهیر دی او لا هم دېری خلک ترې خبر نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بهیر د غبرګولي ۱۸ مه پیل او پرون شنبې د چنګاښ ۸ مه پای ته ورسېده خو د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د دې بهیر له پیل او پای ته رسېدو خلک خبر نه دي.

د ټاکنو د څار بنسټونه نه یوازې دا پروسه ناکامه بولي، بلکې د کمېسیونو غړي د ټاکنو په مدیریت کې پاتې راغلي بولي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا ویاندې مروه امیني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د عامه پوهاوي کمزوري، د نوم لیکنې  مرکزونو کمښت او په لارو ستونزوې هغه څه دي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې ملاتړ بهیر یې ناکام کړی دی.
 
د هغې په وینا د ټاکنو کمېسیون چارواکو وړاندوینه کړې وه، چې په دې بهیر کې به تر دوه میلیونه وګړي نوم لیکنه وکړي، خو هغه څه چې دوی یې وړاندوینه کړې وه هغې ونه شول.

ټاکنو کمېسیون په تازه معلوماتو کې ویلي، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۲۵۰ زره کسانو نوم لیکنه کې ده، خو د فیفا ویانده وایي، دوی په دې شمېر هم شک لري او ښایي درغلي په کې شوې وي او یا هم ځينو کسانو دوهم ځلي نوم لیکنې کړې وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا بنسټ د خپرونو مدیر حبیب الله شینوراي هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د نوم لیکنې ملاتړی بهیر له ۸۰ سلنه ستونزو ډک او یو ناکام بهیر وو.

نوموړی وایي، د دوی موندنې ښيي چې د همدې بهیر له پیل تر پایه پورې ځینو ولسوالیو ته د نوم لیکنې مواد نه دي رسېدلي او د هلمند، خوست او اورزګان په ځینو ولسوالیو کې ان یوه نفر هم نوم لیکنه نه ده کړې.

د ایتوا د خپرونو مدیر هم وایي، هغه شمېرې چې د ټاکنو کمېسیون له خوا د نوم لیکنې په اړه خپرې شوې، خیالي دي او د ولایتونو پر اساس نه دي اعلان شوي او په هر مرکز کې تر پنځو کسانو زیاته نوم لیکنه نه ده شوې.

شینواری وایي، دا هر څه د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو او دارالانشا د کمزوري مدیرت له امله رامنځ ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نوم لیکنې په ملاتړي بهیر کې ۲۳ میلیونه افغانۍ لګول شوې او ۲۵۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي