۰

کابل کې د امریکا سفیر: تر ټاکنو وړاندې باید سولې وشي

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، د افغانستان د ولسمشر ټاکنو څخه وړاندې باید سوله وشي او دا د امریکا لومړیتوب هم دی.
کابل کې د امریکا سفیر: تر ټاکنو وړاندې باید سولې وشي
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، د افغانستان د ولسمشر ټاکنو څخه وړاندې باید سوله وشي او دا د امریکا لومړیتوب هم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي له خبریالانو سره د سیاسي معلوماتو شریکولو په ناسته کې و ویل، چې ټاکنې او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې« موږ باید هم مهاله پر دواړو کار وکړو، سوله موږ ته لومړیتوب لري، لکه څرنګه چې ما له ټولو سره خبرې کړي، هېڅ چا نه دي ویلي چې انتخابات دې وشي، خیر چې جګړه دوام ولري او خلک ووژل شي.»

جان بس په قطر کې د خلیلزاد او طالبانو خبرو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، امریکا لا هم نه پوهېږي، چې له طالبانو سره به یوې هوکړې ته ورسېږي که نه.

خو په وینا یې دا په طالبانو پورې اړه لري، چې څنګه کولی شي، د دواړو لورو تر منځ درک رامنځ کړی او یوه توافق ته ورسېږي.

کابل کې د امریکا سفیر ټینګار وکړ، چې افغانان باید له طالبانو سره بین الاافغاني خبرو لپاره چمتوالی ولري تر څو د ټولو اړخونو او هېوادوالو حقونه په کې خوندي پاتې شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم کابل او ډهلي ته د سفرونو په ترڅ کې ویلي ، چې تر دوه میاشتې وړاندې وخت کې ښايي د سولې موافقه وشي.

هغه ویلي وو، چې له طالبانو سره خبرو کې ښه پرمختګ شوی او تمه ده، چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې پورې د سولې موافقه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ پرون شنبې د چنګاښ ۸ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې اووم پړاو خبرې پیل شوې دي.

تر اوسه د دغه خبرو جزیات نه دي راوتلي، خو دواړو لورو ویلي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي یوې موافقې ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي