۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۷۳ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۷۳ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت څخه نن شنبې د چنګاښ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره شوي دی.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ۱۰ ولایتونو کې ۱۳ ځانګړي عملیات تر سره کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۲۷ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۷۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۱ تنه ټپیان او ۲۳ تنه هم ژوندي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي