بدخشان:سیند ته د موټر غورځېدو ۷ تنه وژلي دي

6 سرطان 1398 ساعت 15:44

سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د چنګاښ شپږمه سهار شاوخوا نهه بجې د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، موټر د سړک څخه تر وتلو وروسته سیند ته لوېدلي، چې له امله یې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت په تازه معلوماتو کې ویلي، سږ کال د جګړې په پرتله د ترافیکي پېښو قربانیان زیات و.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 


د مطلب کود: 117769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com