سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې د افغان پوځیانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه سرتېري په کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د چنګاښ ۴ مه مازیګر مهال د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د آب خرما په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د ولایتي شورا سرپرست شاه محمود نعیمي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په چاودنه کې پنځه پوځیان وژل شوي او ټانګ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند هم د چاودنې پخلی کوي، خو په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنکړل.
نعیمي وایي، په چاودنه کې دوه سرتېري ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي یې د سوله والو طالبانو کار بولي.
جمهورخبري آژانس:فراه