۰

افغانستان په کرکټ او فوتسال کې له هند او جاپان سره لوبه کوي

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډه د روان نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې له هند او تر ۲۰ کلونو د کم عمر فوتسال ملي لوبډله له جاپان سره د سیالۍ په موخه میدان ته ښکته او خپل بخت وازموی.
افغانستان په کرکټ او فوتسال کې له هند او جاپان سره لوبه کوي
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډه د روان نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې له هند او تر ۲۰ کلونو د کم عمر فوتسال ملي لوبډله له جاپان سره د سیالۍ په موخه میدان ته ښکته او خپل بخت وازموی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو ټیمونو لوبې به نن شنبې د چنګاښ اوله د افغانستان پر وخت ۲:۰۰ او ۶:۳۰ بجو د انګستان د سوت هامپټن کرکټ لوبغالي او ایران کې تر سره شي.

د کرکټ د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې دا د افغانستان شپږمه لوبه ده، چې تر سره به یې کړي.

افغانستان تر دې وړاندې پنځه لوبې کړې، چې واړه یې بایللې دي خو د هند په ګډون یې له څلورو نورو هېوادونو سره لوبې لا پاته دي.

د یادونې ده، چې په تېرو پنځو لوبو کې افغان لوبغاړي څومره چې ترې تمه وه، ښه نه دي ځلېدلي، خو د کرکټ بورډ چارواکي وايي له هند سره به لوبه بل ډول وي او هیله ده افغان لوبغاړي ښه لوبه وکړي.

باید و ویل شي، چې افغانستان تر هند وروسته، له بنګلدېش، پاکستان او ویسټ انډیز سره هم لوبې لري، چې یو په بل پسې به تر سره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان تر شل کلونو د کم عمره فوټسال ټیم چې د اسیایي لوبو پایلو بې ته رسېدلی دی، نن د ایران په تبریز کې د کابل په وخت د مازدیګر شپږ نیمې بجې له جاپان سره مسابقه لري.

افغانستان وړمه ورځ اندونیزیا او جاپان پرون ایران ته په ماتې ورکولو سره د دغه لوبو پای لوبې ته ووتل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي