۰

ننګرهار کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.
ننګرهار کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او ویل کېږي نېږدې ټول ولسي وګړي دي.

تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي