۰
ابراهیم الکوزی:

د غني د حکومت پر وړاندې د ملي پاڅون وخت رارسېدلی دی

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۲
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ابراهیم الکوزي د ولسمشر غني چلند دیکتاتوري وبلله وايي، د غني د حکومت پر وړاندې د ملي پاڅون وخت رارسېدلی دی.
د غني د حکومت پر وړاندې د ملي پاڅون وخت رارسېدلی دی
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ابراهیم الکوزي د ولسمشر غني چلند دیکتاتوري وبلله وايي، د غني د حکومت پر وړاندې د ملي پاڅون وخت رارسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، کوم خیانت چې تېر پنځه کاله د غني په حکومت کې شوی په تاریخ کې ساری نه لري.

نوموړي ولسمشر غني له سیاسی اخلاقو خالي وباله او زیاته یې کړی چا چې د ده په وینا په بې شرمۍ سره د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر په مټو واک ته رسېدلی او چمتو نه دی، چې قدرت پرېږدي.

هغه د غبرګولي له لومړۍ راوروسته د ولسمشر غني واکمني غیر قانوني وبلله او ویې ویل کومې ټاکنې چې هغه په دې وروستیو کې کړې، له ټاکنیز کمپاین پرته بل څه نه دي.

ده و ویل، چې په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم د غني د بې کیفایتۍ له امله ده، چې په وینا یې ولس ورسره بې برخلیکه شوی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند تور پورې کړ، چې ولسمشر غنی سره له اوسه د ټاکنو د مهندسي کولو په لټه کې دی او له وخته وړاندې یې کمپاین پیل کړی دی.

ابراهیم الکوزي ادعا وکړه، چې ولسمشر غني نه په هېواد کې ریښتینې سولې ته ژمن دی او نه هم غواړي، چې رڼې ټاکنې تر سره شي.

دی وایي، غني په هېڅ ډول سیاسي اصولو باور نه لري او اوس د دې وخت راسېدلی، چې پر وړاندې یې ملي پاڅون وشي او له واکه وغورځول شي.

د هغه په وینا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا اوس پر دې غور او خبرې اترې کوي، چې د غني د لرې کولو لپاره لوی لاریونونه په لار واچوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
  

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي