کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه مسوول تېره شپه د (غبرګولي ۲۷مه) د لوګر مرکز پل علم کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په پل علم کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د لوګر لپاره د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول ونیول شو.
وزارت د نیول شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي له هغه سره ۸ پاکستانۍ پېژندپاڼه، یو یو پاسپورټ، دوه افغاني پېژندپاڼې، یو میل کلاشنکوف او یو میل تومانچه هم تر لاسه شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل