امریکا منځني ختیځ ته زر تنه عسکر لېږي

28 جوزا 1398 ساعت 10:13

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي، امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لېږي.


د امریکا متحده ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي، امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شناهن زیاته کړې، چې امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لږي ځکه د ایران نه د خطر اندیښنې لري.

شناهن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایران لخوا د تېلو په ټانکرونو بریدونه د دغه هېواد نیت څرګندوي.

خو ایران د امریکا دا تورونه په کلکه رد کړي او دا یې د پوښتنې وړ بللي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې امکانات د تیرې پنجشنبې له پېښې نه وروسته چې د تېلو په ټانکرونو برید وشو، لا زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 117452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com