امریکا کې د ډزو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

28 جوزا 1398 ساعت 9:58

راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امريكايي رسنیو ویلي، د ډزو علت تراوسه نه دى معلوم خو پوليسو وايي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي دي.

د دوی په وینا په دغه ډزو کېيو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117449

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117449/

جمهور
  https://www.jomhornews.com