۰

امریکا کې د ډزو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا کې د ډزو له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورنه وایي، د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امريكايي رسنیو ویلي، د ډزو علت تراوسه نه دى معلوم خو پوليسو وايي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي دي.

د دوی په وینا په دغه ډزو کېيو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي