۰

ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
راپورونه وايي، ترکیه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د یونان په لور خوځېدلې وه، په سمندر کې ډوبه شوې ده.
ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه
راپورونه وايي، ترکیه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د یونان په لور خوځېدلې وه، په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ د تورګوت رئیس د کلي په سواحلو کې په سمندر کې ډوبه شوې.

ترکي چارواکو ویلي، دغه کښتۍ د یونان پر لور حرکت کړی و، چې په سمندر کې ډوبه شوې، خو دا چې څو تنه په کې سپاره و، څه نه دي ویل شوي.

د ژغورنې ډلې ویلي، چې دوی تر اوسه پورې ۳۱ تنه ژوندي ژغورلي او د ۸ تنو مړي یې د اوبو نه را ایستلي دي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې په کښتۍ کې سپاره کسان د کومو هېوادونو ګډوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي