۰

لوګر کې د خلکو له خوا ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شول

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
لوګر ولایت کې د ځايي خلکو له خوا د نجونو او هلکانو ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو پرانستل شول.
لوګر کې د خلکو له خوا ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شول
لوګر ولایت کې د ځايي خلکو له خوا د نجونو او هلکانو ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو پرانستل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې عامو خلکو په یاده سیمه کې د جوړ شویو امنیتي پوستو د لرې کولو په غبرګون کې دغه ښوونځي تړلي وو.

خو د ولایت مقام، ولایتي شوراو پوهنې ریاست، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هلو ځلو بېرته پرانستل شول او زده کوونکي یې زده کړو ته ورځي.

یاد ښوونځي شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي لري، چې ټول زده کوونکي یې د پخوا په څېر خپلو زده کړو ته حاضر شوي دي.

د یادونې ده، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ټول د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.

جمهورخبري آژانس: لوګر
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي