۰

فراه کې د یوه جومات ملا امام ۱۱ تنه وژلي دي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه جومات ملا امام د دریو کورنیو پر غړو ناتار ډزې کړې او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
فراه کې د یوه جومات ملا امام ۱۱ تنه وژلي دي
د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه جومات ملا امام د دریو کورنیو پر غړو ناتار ډزې کړې او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي ویلي یاده پېښه تېره ورځ (یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه) د خاک سفید ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، دې سیمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده یو جومات ملا آمام د دریو کورنیو پر غړو ډزې کړې دي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې ۷ مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمد نعیمي وايي، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم شوی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي