۰

سناتوران: تخار او بدخشان د سقوط له ګواښ سره مخ دي

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۲
یو شمېر سناتورانو د تخار او بدخشان ولایتونو د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ او پر امنیتي ادارو یې غږ وکړ، چې پر وخت اقدامات وکړي.
سناتوران: تخار او بدخشان د سقوط له ګواښ سره مخ دي
یو شمېر سناتورانو د تخار او بدخشان ولایتونو د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ او پر امنیتي ادارو یې غږ وکړ، چې پر وخت اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار او بدخشان سناتورانو د مشرانو جرګې د نن یکشنبې غبرګولي ۱۹ مې په عمومي غونده کې و ویل، طالبانو د تخار د تلقانو ښار او بدخشان په ځينو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د تخار استازي عبدالوهاب عرفان و ویل طالبان پلان لري پر تلقانو ښار ستر ډلیز برید وکړي او دغه څه د یاد ښار خلک اندېښمن کړي دي.

د هغه په وینا د تخار څخه څو کنډه امنیتي ځواکونه نورو ولایتونو ته لېږل شوي او تالقانو کې شته ځواکونه نه شي کولی د طالبانو مقابله وکړي.
 
په ورته وخت کې د بدخشان استازي کامل بیګ هم و ویل، چې د بدخشان کشم ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده او که یې پر وخت مخه ونه نیول شي، دغه ولسوالي به طالبان ونیسي.

دی وايي، په بدخشان ولایت کې کافي اندازه امنیتي ځواکونه شته خو جنګي امکانات نه لري او دغه راز له مرکز څخه هغوی ته د عملیاتو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه سناتورانو پر ټولو امنیتي ادارو غږ وکړ، چې له وړاندې خپل جدي تدابیر ونیسي تر څو دغه ولایتونه د وسله والو طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

سناتوران دغه اندېښنه پر داسې مهال څرګندوني، چې د غزني د خواجه عمري ولسوالي تر نیول کېدو وروسته د افغان پوځ مشر و ویل، نور به یوه لوېشت ځمکه هم طالبانو ته پرېنږدي.

ډګر جنرال بسم الله وزیري ویلي وو چې افغان ځواکونه دا مهال په تعرضي حالت کې دي او دېر ژر به له وسله والو طالبانو نیول شوې سیمې بېرته ونیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي